Illustrator CC Essential Training Part 01

د ايلسټرېټر سي‌سي ۲۰۱۴ اړينه زدکړه ـ لومړۍ برخه

په دې برخه کې به د ويکټوري او پېکسلي انځورونو او ګرافيک ترمنځ په توپير وپوهېږئ، د ايلسټرېټر په اړه به يو ليدلوری او الواک پيدا کړئ، د ايلسټرېټر له بڼې او څېرې سره به اشنا شئ، غورنيو او مينوګانو ته به ورشئ، د خپلې اړتیا له مخې به کارچاپېريال يا کارتشه ورغوئ او په ټول کې به چمتو شئ چې د ايلسټرېټر کارونه پيل کړئ. ضروري نه ده چې په دې ويډيويي لارښود کې په ښوول کېدونيو ټولو څيزونو وپوهېږئ همدا چې د ايلسټرېټر له برسېرنې او ظاهري بڼې سره اشنا شئ ښايسته ډېره زدکړه به مو کړې وي. په نورو برخو کې به دا چارې هومره تکرار شي چې بيا به له ځان سره خاندئ چې په لومړي سر کې ولې درته ستونزمن او ګونګ برېښېدل.